|
محترمو لېدونکو! السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
|
|
دتوره بوړه جهادي محاذپه اړه : توره بوړه جهادي محاذ د عاليقدر مرحوم مولوي محمد يونس خالص بابا رحمة الله عليه د مخلصينو په هڅو تأسيس شوې او د اسلامي امارت په چوکاټ کې خپل جهادي رسالت اداء کوي . دغه محاذ ځانګړي فرهنګي خپرونې هم لري چې دهغې له جملې څخه د توره بوړه په نامه ویب پاڼه ،د توره بوړه مجله ، او د تاريخ پاڼه په نامه دسي ډي نشرات دي . دتوره بوړه جهادي محاذ عمومي مسئول محترم الحاج مولوي انوارالحق (مجاهد) دی او دننګرهار په ګډون په یوشمېر ولایتونو کې جهادي فعاليتونه تر سره کوي، چې دهرې منطقې لپاره خپل مسئول لري، خپل راپورونه داسلامي امارت رسمي ويندويانو ته ورکوي، اوځيني وخت د خبر د بيړني نشر په موخه د محاذ وياند محترم قاري صاحب سجاد هم رسنيو ته خبر شريکوي .
دتوره بوړه ویب پاڼې په اړه : دغه ويب پاڼه داسلامي امارت دتوره بوړه جهادي محاذ د نشراتي ارګان له خوا د هيواد او نړۍ د تازه خبرونو اسلامي ، جهادي او علمي مقالو، په روانو حالاتو کې د شننو او تبصرو او د هيواد په کچه د مخورو شخصيتونو د مرکو د نشر او خپراوي په خاطر چلول کيږي .
نوټ : د ټولو لیکوالانو څخه عموماً او دخپلو پخوانیو همکارانو څخه خصوصاً هیله کیږي چې خپلې سیاسي ، علمي او فکري لیکنې نوموړي ویب پاڼې ته دنشر لپاره راواستوي او په دغه ویب پاڼه کې دخپلې لیکوالۍ خوږه تنده ماته کړي .
له کتونکو هيله کوو چې خپل ايميل د توره بوړه ويبپاڼې ته په لاندې ادرس واستوي، څو د پاڼې د ادرس د بدليدو په صورت کى اداره د هغوى سره نوى ادرس شريک کړي .
|